درانۍ وزیري د ملي امنیت شورا دفتر ستره حقوقي سلاکاره وټاکل شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رییس محمد اشرف غني د ۱۳۹۹/۰۷/۰۸ د ۱۷۰۴ ګڼې فرمان سره سم آغلې درانۍ وزیري د ملي امنیت شورا دفتر ستره حقوقي سلاکاره وټاکل شوه.

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د اغلې وزیري په پېژندغونډه کي د مخکني حقوقي سلاکار عبدالشکور مهجور له کارونو او هڅو څخه مننه او مېرمن وزیري ته یې د مبارکۍ ترڅنګ، په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه. 

درانۍ وزیري د کابل پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوې، خپل د ماسټرۍ سند یې د امریکا د اوهایوی له پوهنتون څخه د ښه حکومتدارۍ او د قانون حاکمیت په برخه کې تر لاسه کړې .

نوموړې تر دې وړاندې د جمهور ريیس د ویاند د مرستیالې په توګه کار کوله، د هیواد او نړۍ په یو شمیر نورو دولتي او خصوصي ارګانونو کې هم د حقوقې برخې کاري تجربه لري.