لوړپوړو امنیتي مقاماتو د هیواد پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د امنیتي سکټور لوړپوړو مسؤلینو نن په خپله اوونیزه نوبتي غونډه کې د هیواد عمومي امنیتي وضعیت او ګواښونه وارزول.

په دې جلسه کې د لویو لارو د امنیت پر ساتنې او د قوې پر موثرې استفادې چمتو شوي پلانونه تر بحث لاندې ونیول شول او د راتلونکې په اړه لازم تصامیم اتخاذ شول.

د لوړپوړو امنیتي مقاماتو په نننۍ غوڼډه کې د هیواد په کچه تهدیدات هم وارزول شول او د ترور او اخاذیو د مخنیوي په اړه پر مشخصو میکانیزمونو هم بحثونه وشول.