د ملي امنیت سلاکار د ولسې جرګې د مشر په ملتیا د اقتدار او توسعې له پارلماني‌ ګروپ سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب تېره ماښام د ولسې جرګې د رییس میر رحمان رحماني په ملتیا د اقتدار او توسعې له پارلماني ګروپ سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.

د اقتدار او توسعې پارلماني ګروپ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له برنامو او پلانونو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او وویل، چې د حکومت د پلانونو او برنامو د ښه تطبیق لپاره او په هیواد کې د روانو ستونزو او ناخوالو د کمېدو په موخه اړینه ده، چې د حکومت او پارلمان ترمنځ همغږي او همکاري زیاته شي، ځکه پارلمان چې د خلکو استازي توب کوي کولای شي په محلي‌او ملي سطح د خلکو په ملاتړ ستونزې په آسانۍ سره حل کړي.

دغو وکیلانو زیاته کړه، چې د سولې پروس‍ې په روانو مذاکراتو کې د تیرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې او ارزښتونه، مخصوصا د ښ‍ځو او بشر حقونه حفظ او معامله نشي.

د اقتدار او توسع‍ې پارلماني ګروپ استازو، پخپلو ولایتونو، هرات، بلخ، کندز، غزني، سرپل، دایکنډي او میدان وردګو ولایتونو کې امنیتي ستونزې هم د ملي‌امنیت له سلاکار سره شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه، چې د دغو ولایتونو د لویو لارو د امنیت د تامین په موخه دې تصفیوي عملیات وشي.

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر محب وویل، حکومت هیڅکله د سولې په روانو مذاکراتو کې د تیرو ۱۹ کلونو ارزښتونه او لاسته راوړنو باندې معامله نکوي او د دغو ارزښتونو د ساتنې لپاره ځان ژمن بولي .

نوموړي زیاته کړه، چې افغان دولت په هیواد کې د سولې د ټینګښت په موخه ټول اړین ګامونه اخیستي او اوس د دې وخت دی څو طالبان هم ثابته کړي، چې په افغانستان کې سوله غواړي او د دې هدف لپاره باید واقعي ګامونه واخلي او د هیواد شته ارزښتونه ومني.

ډاکټر محب وویل، د حکومت او پارلمان ترمنځ‌ همکاري‌ او همغږي لازم دي او زیاته ی‍ې کړه، چې د نا امنو ولسوالیو او سیمو او د لویو لارو د امنیت د تامین په موخه مشخص پلانونه تر لاس لاندې دي، چې ډیر ژر به یې عملي چارې پیل شي.