د علماوو د امنیت او مصئونیت د ګډې کمېټې غونډه ونیول شوه

د علماوو د امنیت او مصئونیت ګډې کمېټې نن د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ خپله دویمه غونډه وکړه.

په دغه غونډه کې، چې د امنیتي ارګانونو چارواکو هم برخه لرل د علماوو د امنیت او مصئونیت د تامین پر پالیسۍ بحث وشو.

د ملي امنیت سلاکار له امنیتي ځواکونو څخه د مولوي ایاز نیازي او مولوي مفلح د شهادت او ترور د طرح کوونکي د نیولو په خاطر مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې امنیتي ارګانونه به په هیواد کې د علماوو د امنیت د لا ساتنې په موخه جدي هڅه وکړي.

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وویل، دیني عالمان د انبیاوو ریښتني وارثین او د هیواد شتمني دي، چې تل په ملي مسایلو کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت تر څنګ درېدلي دي.