د ملي امنیت سلاکار د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمېټې له رییس سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمېټې له رییس سایمومین یاتیموف سره پرون په کابل کې وکتل.

په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو تر منځ د دوامدارو رغوونکو اړیکو د ستاینې او دوام ترڅنګ، په امنیتي او استخباراتي برخو کې د همکاریو پر تقویت هم ټینګار وشو، څو له موجوده او راتلونکو ګډو خطرونو سره مشترکه مبارزه وشي.

ښاغلي یاتیموف په پروني ملاقات کې د ملي امنیت سلاکار ته له تاجکستان هیواد څخه د رسمي لیدني بلنه هم ورکړه.