افغان ځواکونو د ټاکنو په برخه کې فوق العاده کار وکړ

د ولسمشریزو ټاکنو امنیت او د وسله والو د بریدونو مخنیوی او خنثی کول یو ستر کار و، چې افغان ځواکونو په فوق العاده ډول ترسره کړ. د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، چې د ځواکونو ترمنځ همغږي او موثر فعالیت هم دا وښودله، چې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد د امنیت ساتلو توان لري او باید ستاینه یې وشي.
په کابل کې د جرمني له سفیر پیټر پراګل سره په کتنه کې نوموړي له دې هیواد او نړیوالې ټولنې مننه وکړه، چې په دې اړه یې د افغان حکومت ملا وتړله او دا مهمه او ملي پروسه بریالۍ شوله.
د جرمني سفیر وویل، چې د څه باندې دوه میلیونه افغانانو راوتل او په ټاکنو کې برخه اخیستل له هر چا دا حق اخلي، چې ددې پروسې قانونیت دې تر پوښتنې لاندې راولي. هغه دا ټاکنې، چې د هرې برخې رهبري یې د افغانانو لخوا کېدله تر پخوانیو هغو ډېرې ښې او بریالۍ وبللې.
په دې کتنه کې د سولې په اړه هم خبرې وشوې. ملي امنیت سلاکار ټینګار وکړ، چې افغانان د اوربند او بین الافغاني تفاهم غوښتونکي دي او نړۍ یې باید ملاتړ وکړي. د جرمني سفیر ډاډ ورکړ، چې هیواد یې په دې برخه کې هر ډول مرستې او همکارۍ ته تیار دی.