کوریا له افغان ټاکنو او سولې ملاتړ کوي

کوریا وايي، چې افغانستان د ژوند په مختلفو برخو کې ښه پرمختګونه کړي او دا پرمختګونه باید دوام ومومي. د افغانستان لپاره ددې هیواد ځانګړي استازي کیم یانګ چې د هیواد د ملي امنیت له سلاکار ډاکټر حمدالله محب سره په کتنه کې زیاته کړه، چې هیواد یې ددې پرمختګونو د دوام ترڅنګ په افغانستان کې د ټاکنو او سولې له پروسو هم ملاتړ کوي.

 د ملي امنیت سلاکار دا دواړه پروسې د هیواد لپاره مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې حکومت په جدي توګه کار ورباندې کوي. ده وویل، چې حکومت غواړي د کوریا په شمول د نورو لسګونو هیوادونو هغه پانګونه، چې په تېرو ۱۸ کلونو کې یې کړې بې ځایه نه شي او افغانستان په داسې یوه لوري ولاړ شي، چې راتلونکی یې د متمدن ژوند پر اصولو ولاړ وي.

 ښاغلي محب زیاته کړه، چې د سولې پروسه ډېرو ارزونو او مطالعې ته ضرورت لري، چې پر بنسټ یې د راتلونکي ثبات تضمین او افغانستان له ممکنه ناخوالو او بې ثباتیو وژغورل شي. ده هغه ژمنه بیا تازه کړه، چې حکومت د سولې د مذاکراتو لپاره هېڅ شرط نه لري، خو د سولې بهیر کې یو شمېر شرطونه شته، چې پام اړول ورته حیاتي او ضرور دي.

 د افغانستان لپاره د کوریا استازي هم افغانان د یوه ښه او آرام ژوند مستحق وبلل او هیله یې وښوده، چې جګړه پایته ورسېږي او د سولې او امن فضا حاکمه شي. په دې اړه نوموړي هیله وښوده، چې د دولت وسله وال مخالفان هم نرمښت وښيي او د جګړې له پایته رسېدو سره مرسته وکړي.