د ملي امنیت سلاکار: ځانګړي ځواکونه به لا تجهیز او حمایه شي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، چې ځانګړي ځواکونه د دښمنانو د ځپلو او د هیواد آرامۍ لپاره تر ټولو موثر قوت دی او ځانګړې پاملرنه ورته کېږي. هغه وايي، چې په همدې لړ کې به دغه ځواکونه لا په نویو وسایلو تجهیز او حمایه شي.

 د لوګر په ښکار کلا سیمه کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو له ۳۳۳ مې عملیاتي قطعې د لیدو پر مهال ښاغلي محب زیاته کړه، چې د هیواد دښمنان په هر ځای کې ددې ځواکونو د نوم په اورېدو وېرېږي او ځای خالي کوي. له نوموړي سره په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین جنرال خوشحال سعادت او د پولیسو د ځانګړو ځواکونو چارواکي هم ملګري وو.

 

دوی د یادې قطعې تجهیزات، امکانات او پوځي تیارۍ وکتلې او د هغو عملیاتو ننداره یې هم وکړه، چې د سرتېرو لخوا په تمریني بڼه ترسره شول. د ملي امنیت سلاکار له سرتېرو سره په خبرو کې په ټینګار سره یې وویل، چې ددوی قربانۍ به هم نظام او هم افغان ولس په یاد ساتي او تل به یې درنښت کوي.

 د ملي امنیت سلاکار د سرتېرو نورو ستونزو ته د رسيدو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې ټپیانو ته به یې د سختو ټپونو او ناروغیو په صورت کې په بهرنیو هیوادونو کې د معالجې امکانات برابر کړي. همدارنګه وپتیل شوه، چې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو د لا موثریت په موخه ځینې اړین توکي دوی ته برابر او په واک کې ورکړل شي.

 د پولیسو د ځانګړو ځواکونو سرتېرو ژمنه وکړه، چې تر پخوا به په لوړه روحیه د هیواد او نظام د فاع لپاره مبارزه کوي. دوی وویل، چې همدا اوس یې یوه ډله په کندز کې د ترهګرو په ځپلو بوخته ده او که اړتیا شوه د هیواد هرې سیمې ته د ماموریت لپاره ځي.