د امنیتي سکتور مشرتابه ناسته وکړه

د امنیتی سکتور مشرتابه نن د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب تر مشرۍ لاندې ناسته وکړه. په دې ناسته کې د هیواد د امنیتي وضعیت د څېړنې ترڅنګ د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا په کندز او بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو د بریدونو د شنډولو او ماتولو ستاینه هم وشوه.

 ملي امنیت سلاکار ټینګار وکړ، چې هیواد او خلک د خپلو ځواکونو د خدمت او سرښندنو په سیوري کې د ښه او آرام ژوند غوښتونکي دي، چې باید په دې اړه جدي ګامونه پورته او هڅې لا پیاوړې شي.

 په ناسته کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو پر تدارکاتي ستونزو هم خبرې وشوې او هدایت وشو، چې یادې ستونزې دې ټولې د تدارکاتو له کمیسیون سره حل شي. د تدارکاتو کمیسیون استازو ته دنده وسپارل شوه، چې په دې اړه پاتې ټول کارونه په لنډو ورځو کې بشپړ کړي او ترڅنګ یې د راتلونکو کلونو لپاره د موجودو ستونزو د تکرار مخه ونیسي.

 ددې ترڅنګ د هیواد په مختلفو سیمو کې د امنیتي تهدیداتو او عملیاتو یادونه وشوه او ټینګار وشو، چې یادو تهدیدونو ته په کتو دې اړونده ادارې پر وخت او مناسب اقدامات وکړي.