د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب

ډاکټر حمدالله محب (زوکړه ۱۹۸۳ کال) یو افغان ډپلوماټ دی چې اوس د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار په توګه دنده ترسره کوي. محب د ۲۰۱۵م کال د سپټمبر میاشتې څخه د ۲۰۱۸ کال تر اګسټ میاشتې پورې په امریکا کې د افغانستان سفیر و او له هغه وروسته سملاسي د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وټاکل شو. په امریکا کې د سفارت پر مهال، دی همهاله د مکسیکو، دومینیکن جهموریت، ارجنټاین او کولمبیا لپاره د افغانستان نااستوګن سفیر پاتې شوی دی. په امریکا کې د سفیر په توګه، محب په امریکا د افغانستان د روایت په بیاتعریف پام ورټول کړ تر څو د یوې نوې ډېموکراسۍ په توګه د نوي افغانستان واقعیتونه چې په دومدار ډول په تېرو ۱۶ کلونو کې د ټولنیزو بدلونونو او پرمختګونو څخه رامنځته شوې د سولې او ثبات لاره پرمخ وړي، وروپېژني. 

د سفیر په توګه، هغه د افغانستان فرهنګي، سولې، ښځو او ځوانانو د نوښتونو د رابرسېره کولو په برخه کې حیاتي او مهم رول ولوباوه. له همدې کبله د هغه لومړیتوبونه دا وو؛ په ټوله امریکا کې له افغان کډوالو سره تعامل، په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې افغان ښځو روحیه لوړول او د هغوی د هڅو ملاتړ کول، له هغو امریکايي پوځیانو او سرتېرو سره راشه درشه چې په افغانستان کې یې خدمت کړی دی او د امریکا په ځایي ښوونځیو، پوهنتونونو او سازمانونو کې د فرهنګي او عامه ډپلوماسۍ هراړخیز نوښتونه.

د ۲۰۱۷ په اوړي کې ولسمشر ټرمپ د امریکا او افغانستان تر منځ له زښته ډېر بحثونو وروسته په افغانستان کې خپل اوږدمهاله سیاست اعلان کړ.

په امریکا کې د سفیر په توګه، محب د اقتصادي پراختیا، د اداري فساد پر وړاندې د هڅو او د نړیوال تروریزم پر وړاندې د مبارزې په ګډون د علاقې وړ په ګډو برخو کې د افغانستان او امریکا د شراکت د پیاوړتیا د اړتیا په اړه ټینګار کړی دی. 

د ۲۰۱۸ د اګسټ په ۲۵مه نېټه، داکټر محب د ولسمشر غني په حکومت کې د محمد حنیف اتمر پر ځای د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار وټاکل شو.