بیانيې

د امریکا بهرنیو اړیکو شورا مرکز کې د افغانستان ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وینا

مننه. بسم الله الرحمن الرحیم. د بهرنیو اړیکو شورا ته په بیاځلي راتګ ډېر خوشاله یم. زه فکر کوم چې لږ باید پدې اړه معلومات درکوم چې موږ چېرته یو، په ځانګړې توګه د سولې په برخه کې، او له دې ځایه چېرته ځو، او زموږ په فکر ښه لاره کومه یوه ده، او وروسته له هغه به ستاسو هرې پوښتنې ته ځواب درکړم.

موږ د ټاکنو په اړه بحث وکړ او زه پوهېږم چې د ټاکنو په اړه ډېرې پوښتنې شته. موږ تېره ورځ په اسیا ټولنه کې پرې راغلی دی. زه خوشاله کېږم چې ستاسو پوښتنې ځواب کړم، خو فکر کوم چې لومړی باید پدې پیل وکړم چې د سولې مسلې اړوند له دې ځایه وروسته څه وکړو، او مونږ فکر کوو چې، که څه هم مذاکرات د سولې یو مهم اړخ دی خو دا ټول هغه څه نه دي چې مونږ اړتیا ورته لرو. په سوله کې دری خبرې مهمې دي  که موږ غواړو په افغانستان کې تاوتریخوالی پای ته ورسیږي او داسې ثبات را منځ ته شي چې زمونږ او تاسو ګډې پانګونې ته ګټور تمام شي.

لومړی باید یوه مذاکراتي ستراتیژي را منځ ته شي او پر دې بحث وشي چې له سولې وروسته به تعامل څه ډول وي او څه به کوو. په تیرو نهو میاشتو کې د ډیری بحثونو د پام وړ لومړۍ برخه دا وه چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ښکیلتیا او راتلونکی به څه ډول وي. نو د سولې د مذاکراتو د دې مذاکراتي ستراتیژۍ لومړۍ برخه به د امریکا پاتې کیدلو اړوند وي او دا چې که امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي مونږ به د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې څه کوو، او څه به پاتې کیږي او مونږ به د افغانستان او افغان امنیتي ځواکونو سره پوځي مشارکت څه ډول تامینوو.

له لومړۍ برخې چې راتېر شو، بیا طالبان دي، له هغو طالبانو سره به مذاکرات کېږي چې د سولې په لټه کې دي، افغانان دي او لېواله ده چې له افغان ټولنې سره یوځای شي، سیاسي ژوند ته بېرته راوګرځي سیاسي ګیلې ولري. له دغسې طالبانو سره به موږ د هغوی د اسیرانو، د هغوی پر مشرانو د بندیزونو، او د افغانستان په حکومت او ټولنو کې د دوی د سیاسي شمولیت، او دا چې د دوی لیکو او صفونو سره به څه کېږي، موږ څنګه کولای شو دوی د امنیتي لیدلوري او اقتصاي لیدلوري څخه راادغام کړو، خبرې کولای شو، او بالاخره دا چې د دوی بهرني دوستان، هغه ترهګر چې له دوی سره په افغانستان کې په جګړه کې مرسته کوي، څه به پرې کېږي.

دریم ټکی د پاکستان او هغو تضمینونو په تړاو دی چې افغان ټولنه یې غواړي – او زه ګمان کوم چې امریکا يې هم له پاکستانه غواړي – او هغه دا چې پاکستان باید د افغانستان د دولت او طالبانو سره په لاسلېک کېدونکې هر ډول هوکړه کې لاسوهنه ونه کړي او باید رعایت يې کړي او احترام ورته ولري. او وروسته له هغه موږ ګاونډيان او اسلامي هېوادونه راښکېل کړو او د سولې د مفهوم او مانا په هکله دلته یوه اجماع رامنځته کړو. او که داسې هېوادونه وي – او شته – چې به افغانستان کې تالي څټي لري او په افغانستان کې خپله جګړه د دوی له لارې پر مخ بیایي، هغوی سره هم باید خبره سپینه کړو او په افغانستان کې د سولې په تړاو د دوی اجماع ترلاسه کړو.

ووروستۍ مسله زموږ د همکارانو ده چې زموږ سره يې په تېرو ۲۰ کلونو کې د پرمختګ په برخه کې شریک پاتې شوې دي، او دوی دې له سولې وروسته افغانستان سره هم خپل مشارکت جاري وساتي او وګورو چې د اقتصادي بیایوځای کېدنې لپاره د طالبانو په ګډون، دوی د سولې په تړاو څخه تضمینونه ورکولای شي.

د سولې په دریو مهمو خبرو کې دویمه خبره دا ده، او هغه دا چې خپل بنسټونه پياوړي کړو، يو شی چې په تېرو نهو مياشتو کې په دوحه کې د طالبانو او امريکا ترمنځ په خبرو کې زښته ډېر جوت و، هغه دا دی، چې عامو افغانانو دا درک کړله، چې اساسي قانون څه مانا او جمهوريت د دوی لپاره څه شی دی. تر دې مخکې اساسي قانون يوازې د کاغذ يوه پاڼه وه. هيچا اساسي قانون جدي او ډېر مهم نه نېولو، خو شته و او موږ ته ډالۍ شوی وو او يو دم د جمهوريت په تړاو بحثونه ډېر ډېر ګرم شول. خلکو وغوښتل، چې خپل جمهوريت خوندي وساتي او د دا بحثونو يو عنصر وګرځېده او د لويې جرګې ـ چې په افغانستان تر ټولو مهمو پريکړه نېولو پروسو ادرس دی -  په ګډون د حکومت له لوري د ترسره شوو بېلابېلو بهيرونو کې د جمهوريت ساتنه یوه اصلي موضوع وګرځېده.

نو موږ د موږ د خپل جمهوریت او نظام او بنسټونو د پیاوړتیا سره کولای شو خپله حکومتولي لاښه او خپل امنیت لاسم کړو. د امفعانستان ملي امنیتي ځواکونه د امریکا او ناټو شرکاوو په سخاوتنمندانه ملاتړ په تېرو شپږو میاشتو کې د هر فعالیت سرلاري دي.

موږ دا یو څو ورځې وړاندې ټاکنې وکړې چې د طالبانو له جدي ګواښ سره مخ وې. طالبانو د ټاکنو پر وړاندې د جګړې اعلان کړی و. دوی ویلي و چې هر هغه کس به وژني چې په ټاکنو کې ګډون کويو او دوی به د رایې اچولو پر مرکزونو بریدونه کوي، خو د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو وکولای شوای چې نږدې تول افغانستان او د رایې اچونې ټول مرکزونه خوندي او وساتي. مرګ ژوبله شته وه، خو مرګ ژوبله افغان امنیتي ځواکونو ته وراوښتې وه. هېڅ ملکي ته ضرر ونه رسېد، او دا پخپل ذات کې یوه د تر ټولو سترو لاسته راوړنو څخه ده.  

او زه فکر کوم چې زه باید ستاسو ټولو څخه مننه وکړم چې زموږ سره مو د داسې یوه امنیتي ځواک په جوړولو کې مرسته وکړه چې کولای شي له دا ډول سترو پېښو حفاظت وکړي. په هغه ورځ زموږ ۷۰ زره پوځ فعال و او د دوی ټولو مدیریت د افغانانو په لاس کې و. په تېر کې، دا ډول کړنې د غوڅ ملاتړ د قومندې او کنټرول د قومندانانو د مرستې څخه پرته ممکنې نه وي، خو په دې ټاکنو کې هر څه د افغانانو په لاس کې وو او همغږي شوي وو. د همغږۍ څو پټې (لايې) رامنځ ته شوې وې. نو موږ کولای شو اساسي خدمات لاښه کړو. موږ اړتیا لرو خپل امنیتي ځواکونه پیاوړي کړو تر څو زموږ خلکو ته ښه امنیت راوستلای شي. او البته، د ټول افغانستان سیاسي شمولیت.

یوه تر ټولو سترو ګیلو دا ده چې ټول افغانان په حکومت کې شامل نه دی، او هغوی چې نور بدیلونه لرلي، بیا پخپله سیمه کې له طالبانو سره یوځای کېږي. او دلته ده چط د سولې په تړاو دریمه مهمه خبره د ځايي ګیلو رابرسېره کول او هغوی ته رسیدګي دي. موږ ټولې ولسوالۍ ګانې تشخیص کړې دي چې په کومه کې ګواښ لوړ او یا منځنۍ کچې کې دی او د هرې ولسوالۍ د ناامنۍ او بې ثباتۍ لاملونو ته مو کتنه کړې ده.

تاسو پوهېږئ، لومړی په زړه پورې شی مو چې وموند هغه په یو ولسوالۍ کې روان اقتصادي فعالیت و. هغه ولسوالۍ امنې وي چې اقتصادي شی پکې نه و. نو هغه ولسوالۍ چې ناامنه وې، یا پر سرحدونو پرتې وې چې ګمرکي عاید يې درلود یا یې کانونه لرل چې راوېستلو ته يې درولده یا آن ځینې هغه ولسوالۍ ګانې وې چې کرنیزه وده يې ښه وه او د تریاکو د کرلو لپاره کارول کېدې. بناءً، حتماً یو اقتصادي تړاو به پکې وو.

خو دویمه برخه بیا هغه خلک دي چې په تېرو شلو کلونو کې ګیله من شوي، یا د حکومت لخوا سترګې پرې پټې شوې دي، اداري فساد موجود و یا د قانون حاکمیت نه شته وو، یا د حکومت له خدماتو ناهیلي شوي دي، یا يې د دولت پلوه کوم چا یا یوه ځايي قومندان سره دښمني او کینه لرلې ده چې په هغو ولسوالیو کې به يې جرمونه ترسره او ظلمونه کول. نو موږ هرې یوې ولسوالۍ ته نظر کوو او هڅه کوو چې د هرې ولسوالۍ خپلې مسلې وړاندې له دې ورحل کړو چې له طالبانو سره مذاکراتو ته ننوځو.

آن کله چې مذاکراتو جریان درلود، هر څوک دې پایلې ته رسېدلي وو چې دا مذاکرات په هېواد کې تاوتریخوالي ته د پای ټکي نه اېږدي. او که دا چاره زموږ په هېواد کې تاوتریخوالی نه ختموي، نو د افغانانو لپاره دا بیا سوله نه ده.

هغه لامل چې موږ غواړو طالبانو ته په حکومتولۍ کې ځای ورکوو دا دی چې موږ غواړو دوی زموږ د ولس پر وړاندې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي. که دوی دغه کار نشي کولای – تاسو پوهېږئ، موږ خو د دوی د ډېرې عالې ایډیالوژۍ او رژیم پلویان نه یو او موږ- نه د دوی په عظیم رژیم پسې چې دوی یو وخت درلود خپه یو. دا خبره نه ده – خبره دا ده چې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي. او که دا کار تاوتریخوالی پای ته نه رسوي، نو دا بیا سوله نه ده. په ځینو دغو ولسوالیو کې ګیلې موجودې دي چې دا بیا د طالبانو له ایډیالوژۍ سره هېڅ ارتباط نه لري. دوی ځايي خلک دی، او موږ باید دوی ته په جلا جلا توګه رسیدګي وکړو.

نو موږ باید سولې لپاره پر یوه سمه لاره فکر وکولای شو، موږ باید ټولو دغو بېلابېلو برخو ته پام وکړو چې د سولې د پېچلې پروسې عناصر تشکیلوي. دا پروسه چې افغانان يې رهبري کوي او نړیوال شرکاء یې ملاتړ کوي، کولای شي د افغانستان خلکو ته د اړتیا وړ ثبات رامنځ ته کړي.

او وړاندې له  دې چې خپلې خبرې پای ته ورسوم، غواړم خپلې هغه خبرې بېرته تکرار کړم چې د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې مې کړې  وې. د نن ورځ افغانستان چې شل کاله وړاندې ستاسو په مرسته او ستاسو په ملاتړ سفر پیل کړ او له ایرو څخه بېرته راپورته شو، یو متفاوت ځای او متفاوت هېواد دی، خلک او انساني ظرفیت یې زیات لوړ شوی دی – یو وخت په دې هېواد کې تلفون هېڅ وجود نه درلود، مونږ به ګاونډ‌یو هېوادونو ته خارج ته د یوې اړیکې لپاره تللو، مونږ برېښنا نه درلوده، مونږ سړکونه نه درولودل او مونږ زېربنا نه درلوده. مونږ هېڅ ډول روغتیايي مراکز نه درلودل، حکومتولي مو نه لرله او تاسیسات مو ټول له منځه تللي وو.

مونږ نن ټولو دغو خدمانو ته لاس رسی لرو او که کله برېښنا راباندې قطع کېږي او د یوه ساعت لپاره ځي، نو خلک لاریونونه کوي (خندا ) دا نوی افغانستان دی، خو دا داسې یو هېواد هم دی چې خلک په کې له ازادیو سره ژوند کوي او یو له بل سره اړیکه لري او له داسې نړۍ سره وصل دي چې نور نه غواړي په هغه پخواني استبداد کې ژوند وکړي چې یو وخت ګوښه شوی هېواد و او شل کاله مخکې په کې جګړه وه، دا اوس یو متفاوت ځای دی.

تاسو زمونږ په بنسټونو باندې پانګونه کړې ده، مونږ د ټاکنو ترسره کولو وړتیا لرو او زمونږ امنیتي ځواکونه دا کار ستاسو د پانګونې له امله کولای شي، نه یوازې مالي پانګونه، بلکې ستاسو وینه هم دلته قرباني شوې ده. امریکا له افغانانو وروسته په دې هېواد کې زیاته قرباني ورکړې ده او له ۲۴۰۰ ډېر امریکایانو تر ننه پورې خپل ځانونه له لاسه ورکړي دي. مونږ ستاسو له ملاتړه منندوی یوو او مونږ غواړو  دا ملاتړ ادامه  ولري. پر ډموکراسۍ زمونږ مفکوره یا باور ټینګ دی. مونږ غواړو چې خپل شته وساتو او همدغې لاسته راوړنې نورې هم زیاتې کړو تر څو یو خوندي افغانستان، یوه خوندي سیمه او د افغانستان او امریکا ترمنځ یو قوي مشارکت رامنځته کړو.

مننه

د امریکا "فاکس نیوز ټلویزیون" د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب سره مرکه کړې ده.

ډاکټر محب په مرکه کې  ویلي دي، ډېری هغه سختدریځي طالب قومندانان به چې د افغانستان له دولت سره سوله نه کوي، داعش او القاعدې ته وراوړي. دا ګواښ د وخت په تېرېدو سره ډېرېږي.

ده زیاته کړه: "په اوس وخت کې داعش زموږ لپاره یو سټراټیژيک ګواښ نه دی. موږ له دوی څخه هغه سيمې بېرته نیولې دي چې دوی ولکه پرې کړې وه. خو که د سولې پروسه غلطه پرمخ لاړه شي او ټول طالبان په ټولنه کې مدغم نه شي، نو سختدریځی به یې له داعش سر یوځای کېږي، چې بیا به هغه مهال داعش زموږ او زموږ د نړیوالو شرکاوو لپاره یو سټراټيژيک ګواښ کېږي."

محب ټينګار وکړ، چې "پدې ټولو کې مشرتابه مهم دی. سمبولیک مشرتابه جدي مسله ده. خو اوس د طالبانو او القاعده تر منځ یو مبهمه او تته کرښه شته. دوی پخپلو منځونو کې ودونه سره کوي، دوی ګډ کار سره کوي، او  دوی ايډیالوژۍ سره ګډې شوې دي. نن د القاعده او طالبانو تر منځ ډېر لږ توپیر دی."

محب د ټاکنو په اړه وضاحت ورکړ: "دا ځل درغلي امکان نه لري. د تائیدۍ لپاره څو پټې (لایې) موجودې دي. هر چا به خپلې پېژندپاڼې راوړلې او د رایې اچونو په مرکزونو کې به یې نومونه لسټ کې شته وو. تاسو به چې کله د رايې اچونې مرکز ته ورغلی، ستاسو د تذکرې سټېکر به یې ستاسو له نامه سره پرتله کاوه. ستاسو د ګوتې نښې به یې اخیستې، ستاسو او ستاسو د پېژندپاڼو انځور به يې اخیست چې کوم خیالي رایه ورکوونکی پیدا نه شي."

په تېره کې به، د محب په وینا، نړیواله ټولنه د ټاکنو تر شا ولاړه وه. دوی به پیسې ورکولې او افغانان به یې رایې اچولو ته هڅول او امنیت به یې ورته ټینګاوه، خو اوس افغانان پخپله ټاکنې غواړي. دا ځل افغانانو د ټاکنو لګښت ورکړ، امنیت يې ورته ټینګ کړ. ستر تحول دا دی چې افغان پر ولسواکۍ باور لري، او دا نور داسې بهیر نه دی چې زموږ شرکاء یې پر مخ بوځي. دا اوس یو افغانی بهیر دی چې د افغانانو لخوا پر مخ بیول کېږي. 

محب بیان کړه چې طالبانو ویل دوی به د رایې اچونې مرکزونه والوزوي او ولسي وګړو ته به تلفات ورواړوي، خو موږ د ټاکنو څخه یواځې یوه شپه وړاندې د څوارلسو ځانمرګو بریدونو مخه ونیوله. د رایې اچونې په ورځ طالبانو د ۲۷۳ بریدونو ترسره کولو هڅه وکړه، چې ځینو يې افغان امنیتي ځواکونو ته تلفات ورواړول، لیکن ولسي وګړو ته مرګ ژوبله وروسوله. زه پر خپلو امنیتي ځواکونو ویاړم چې دا ډول سترې کچې ګواښونه يې مدیریت کړل. 

محب په پای کې وویل: "۲۰ کاله وړاندې افغانستان هېڅ څه شی نه لرل، زېربنا له منځه تللې وه، ټلیفونونه نه و، برېښنا نه وه، روغتونونه نه وو، ښوونځي نه وو او کابل د پېریانو ښار وو. حو نن کابل د نورو پلازمېنو په څېر یو پایتخت دی. خلک سره وصل دی، هم په کلتوري او هم په ټکنالوژیک لحاظ. دا په نړۍ کې یو تر ټولو ستر پرمختګ دی، او پدې تړاو د امریکا له همکارۍ مننه کوو."

د ملګرو ملتونو په ۷۴ مه عمومي مجمع کې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د وینا متن

بسم الله الرحمن الرحیم

د ناستې ښاغلی رئیس، د ملګرو ملتونود سازمان محترم سرمنشي، درنو استازو، سفیر صاحبانو، ښاغلو او آغلو! ویاړم، چې نن په دې مهمه ناسته (پلټ فارم) کې ستاسو درنو همکارانو او شریکانو پر وړاندې ولاړ یم او د خپلو هیوادوالو  استازیتوب کوم. بله د ویاړ خبره داده، چې یوازې دوه ورځې وړاندې شاوخوا درې میلیونه افغانانو د ترهګرۍ له ګواښونو سره خپل ژوند په خطر کې واچاوه او د افغان ځوانې ډیموکراسې په څلورمه دوره ولسمشریزو ټاکنو کې یې رایه ورکړه.

د هغو کسانو په منځ کې، چې رایه یې ورکړه نارینه، مېرمنې او آن لا داسې سپین ږیري شامل و، چې ښايي دا یې د ژوند وروستۍ رای اچونه وه. همدارنګه داسې ځوانان هم په کې و، چې نوي د رای اچونې سن ته رسيدلي او دا یې د ولسمشر ټاکلو لومړۍ تجربه وه. په ټاکنو کې داسې کسانو هم رایه واچوله، چې معلولان و او د رای اچونې تر مرکزه تګ ورته آسانه نه و.

زموږ په ولسمشریزو ټاکنو کې داسې کسانو هم برخه واخیسته، چې د لاس ګوتې یې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د طالبانو لخوا پرې شوې وې، خو دوی بیا هم راووتل او رایه یې ورکړه.

مونږ یوازې د ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه ورنکړه، بلکې ډیموکراسۍ ته مو رایه ورکړه، اساسي قانون ته مو رایه ورکړه، سولې ته مو رایه ورکړه، آزادۍ او ملي حاکمیت ته مو رایه ورکړه، هوساینې او وصل ته مو رایه ورکړه او د افغانستان اسلامي جمهوریت ته مو رایه ورکړه.

ګرانو هیوادوالو! زه تاسو ته د رایې کارونې له حقه د استفادې له امله مبارکي وایم او له ټولو مسلکي او زړورو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه کوم، چې ددې حق د ساتلو لپاره یې هڅې وکړې. زمونږ ۷۰ زره زړورو ځواکونو ددې تاریخي بهیر په لړ کې د خپلو هیوادوالو ساتنه وکړه. د افغان ځواکونو د مسلکیتوب له امله د د ښمن ډېری او آن لا ټول هغه بریدونه، چې په دې ورځ یې زموږ د ملکي هیوادوالو د په نښه کولو لپاره پلان کړي و، دفع کړل.

زه ددې لاسته راوړنې له امله د نړۍ وګړو ته هم مبارکي وايم او له تاسو هر یوه مننه کوم. نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول د ناټو غړي هېوادونه په تېرو دوو لسیزو کې زموږ ترڅنګ ولاړ و او موږ ته یې ددې زمینه برابره کړه، چې هیواد مو له جګړې راووځي، بیا ورغول شي او د یوه نوي افغانستان په اړه فکر وکړو، داسې افغانستان، چې په اسلامي ارزښتونو او افغاني عنعناتو ولاړ او د تل لپاره له خونړۍ ماضي ژغورل شوی وي.

تاسو هغه مهال د یوې افغان ډیموکراسۍ په اړه زموږ د لیدلوري د عملي کېدو په برخه کې ستره او ارزښتناکه پانګونه وکړه او آن مو خپل نارینه او ښځینه د مرګ له خطر سره مخامخ کړل، چې ډیموکراسي زموږ په هیواد کې یوازې یوه مفکوره وه، خو اوس تاسو د هغې سرمایه ګذارۍ مثبتې پایلې ګورئ، چې د پالیسیو، اقداماتو، بنسټونو، اصولو او آن لا خلکو په بڼه را څرګندې شوې دي. مونږ، د افغانستان نننيو ځوانو رهبرانو د ولسواکۍ هغو اصولو او ارزښتونو ته غېږ پرانېستې، چې د ملګرو ملتونو سازمان یې پر بنسټ تاسیس شوی دی.

ښاغلی تیجاني محمد باندي! اجازه راکړئ، چې د ملګرو ملتونو د ۷۴  مې عمومي ناستې د ریاست پر څوکۍ ستاسو د ټاکنې له امله مبارکي ووایم. مونږ د هغو موخو د پراخې دایرې ملاتړ کوو، چې ددې عمومي غونډې په اجنډا کې تعقیبېږي او د سولې او امنیت له پرمختګ، د زده کړو د کیفیت له ښه والي، د بې وزلۍ د له منځه وړلو او اقلیمي بدلونونو ته له رسیده ګي څخه عبارت دي. مونږ همدا ډول د عمومي مجمع د پخوانۍ مشرې ماریا فرنیندا اسپینوسا له هڅو او مشرتابه هم مننه کوو.

ښاغلی رییس،

زموږ ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني دوه کاله وړاندې د ملګرو ملتونو په ۷۲ مه غونډه کې پر همدې ځای د هغو ابهاماتو په اړه پوښتنې را پورته او خبرې وکړې، چې نړیواله ټولنه ننګوي او اړتیا لیدل کېږي، چې د حل لپاره یې ټول په ګډه پر وړاندې ودرېږو. له هغې مودې را پدېخوا افغانانو په خپل هېواد کې یو څه ډېر ډاډ رامنځته کړی دی.

موږ افغانان د ولسواکۍ او سولې لپاره پر خپله ژمنه ولاړ یو. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د یوه مسلکي او استوار بنسټ په توګه دا ثابته کړې، چې زمونږ له ډیموکراتیک بهیره ساتنه کولای شي او نړیواله ټولنه هم له دې بهیره د ملاتړ په برخه کې له افغان ولس او دولت سره په خواکې ولاړ دي، خو لاهم د هغو کسانو د موجودیت له امله، چې د سولې پر وړاندې ولاړ دي ابهامات موجود دي.

طالبانو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته له همدې ځایه د افغان ولس یو پیغام لرم: له موږ سره د سولې په بهیر کې یو ځای شئ، کنه پر وړاندې به مو جګړه جاري وساتو. لکه څنګه، چې زما همکارې او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې عادله راز تېره اوونۍ په همدې ځای کې وویل زه هم وایم، چې په دې جګړه کې بریا زموږ ده.

ښاغلی رییس،

زه دلته یوازې له وظیفوي لحاظه د خپل ولس استازولي نه کوم؛ بلکې زه د هیواد له هغه مطلق اکثریت څخه یو یم، چې شاوخوا ۶۰ سلنه وګړي جوړوي او د خپل ژوند شاوخوا درې نیمې لسیزې مې په جګړه کې تېرې کړې دي. زمونږ همکارانې سفیر صاحب عادله راز او سفیره رویا رحماني هم د هغه نسل یوه برخه ده، چې په جګړه کې زېږېدلي او لوی شوي دي.

مونږ نوی افغانستان یوو!

افغانستان دا مهال تر بل هر وخته ډېر د ځوانانو د هیلو پر اساس اداره او مخته ځي. د وروستیو شلو کلونو لاسته راوړنو مونږ ته دا فرصت راکړی، چې خپلې هیلې پر یوه قوي باور بدلې کړو. مونږ د هغې سولې د راوستو لپاره پر خپلو وړتیاوو باور لرو، چې ټول عمر مو یې هیله درلوده. مونږ په دې اړه له وړاندې زیات ګامونه پورته کړي، خو لا هم اوږده لار په مخکې لرو. راتلونکي ګامونه په موږ افغانانو پورې اړه لري.

د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې، چې هر څه وي، خو یو شی واضح دی، چې سوله د دولت لومړیتوب دی او وي به، چې اوس حکومت ته د خلکو د یو ځل بیا رایې ورکولو له امله به نوره هم تقویه شي.

سولې ته د رسېدو لپاره راتلونکی ګام به هم د لومړي هغه په څېر د افغانانو لخوا پورته شي. د ۲۰۱۸  کال په فبروري کې جمهو رییس محمد اشرف غني طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې د مذاکراتو وړاندیز وکړ، چې تر اوسه هم پر خپل ځای دی. د همغه کال په جون میاشت کې، چې افغانانو د اختر ورځې نمانځلې درې ورځنی سرتاسري اوربند وشو، چې هېچا یې فکر نه کاوه. دې کار افغانانو ته یو نه ماتېدونکی ډاډ ورکړ، چې سوله ممکنه ده او په ډاګه شوه، چې حکومت له خپلو وسله والو مخالفانو سره د مخامخ خبرو اترو وړتیا لري.

ولسمشر محمد اشرف غني په نوامبر میاشت کې د سولې لار نقشه وړاندې کړه او یو مذاکراتي ټیم یې اعلان کړ. افغانستان د ۲۰۱۹  کال له پیل سره له افغانانو سره د سراسري مشورې له لارې د سولې لارې ته دوام ورکړ.

په دې اړه افغان مېرمنې تر بل هر چا د ډېر امتیاز مستحقې دي، ځکه تر بل هر چا وړاندې د هیواد په کچه د سولې د اجنډا پر محوریت را ټولې شوې. په فبرورۍ کې د افغانستان له ۳۴  ولایتونو څخه ۱۵۰۰۰ مېرمنو د سولې د توافقنامې پر شرایطو  بحث وکړ او د هغوی له ډلې ۳۰۰۰  تنو یې په کابل ښار کې له دې اجنډا د ملاتړد  اعلان لپاره ناسته وکړه.

حکومت په اپریل کې د سولې تاریخي ملي مشورتي لویه جرګه را وغوښته، چې د سولې په هوکړه لیک کې یې د خلکو پر غوښتنو بحث او مشورې وکړې.

پورته یاد شوی هر نوښت داسې یو ستر ګام دی، چې مشري یې افغانان کوي او یوې  ټول شمولې، پایداره او با عزته سولې ته زمینه برابروي او لا ډېر خوځښت رامنځته کوي.

موږ په داسې حال کې، چې په دې اړه د یوه بل ګام پورته کېدو ته تیار یو، ژمن یو، چې سوله باید پایداره، همه شموله او باعزته وي. افغانان د لانورې وینې بهېدنې د مخنیوي په موخه په بېړني ډول د اوربند غوښتونکي دي، هغوی غواړي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې وشي او غواړي، چې اسلامي جمهوریت د ملت او دولت د بنسټ په توګه باقي پاتې شي. مونږ نه یوازې د خپلو لاسته راوړنو د خوندیتوب غوښتونکي یو، بلکې د هغه اساس د ساتلو غوښتنه هم کوو، چې د موجودو لاسته راوړنو د لا ډېرېدو او غوړېدو امکانات برابروي.

مونږ په دې اړه د هغو نړیوالو شرکاو له همکارۍ مننه کړې او ښه راغلاست مو ورته ویلی، چې د سولې د تامین په برخه کې زموږ له اصولو سره مطابقت لري او د افغانانو په مشرۍ  یې د سولې له پروسې ملاتړ کړی. سوله زمونږ مشترک هدف او ترهګري زمونږ ګډ دښمن دی او نباید د سولې په یوه غیر واقعي استعجالیت کې ترهګر پیاوړي کړو.

زه غواړم له نړیوالو شریکانو او ملګرو مننه وکړم، چې زمونږ د سولې د هڅو ملاتړ یې کړی دی د هغو له جملې د امریکا متحده ایالات، اروپايي ټولنه، جرمني، ناروې، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، اندونیزیا، ازبکستان او نور هیوادونه.

دا مهال افغانان د نړیوالې ترهګرۍ پر لومړۍ کرښه جنګېږي، چې د نورو هیوادونو خلک په سوله کې ژوند وکړي، خو دا باید له یاده ونه باسو، چې سوله یو دایمي وضعیت نه دی، بلکې دوامدره ارزیابۍ او پاملرنې ته اړتیا لري، چې شریک اړخونه یې په ګډه پر غاړه اخلي او ارزښتونه سره شریکوي. هغه ترهګر، چې افغان ځواکونه ورسره جګړه کوي، مونږ او ټولې نړۍ ته ګواښ دي.

ترهګري په همغې کچې، چې یوه مفکوره ده، د تاوتریخوالي یو ډول هم دی. مونږ باید د ترهګرو د ملاتړو افکارو د تفکیک لپاره، هغه که هر ځای وي، په ګډه کار وکړو. د صفر زغم تګلاره، چې هر ځل یې یادونه شوې، نه باید نوره د بحث موضوع وي، بلکې باید په داسې یوه کار بدل شي، چې اقدام ته ضرورت لري. مونږ په سیمه کې غوڅو اقداماتو او ژورې همکارۍ ته اړتیا لرو.

له ترهګرۍ سره مبارزه کې اړتیا ده، چې د ټولیز امنیت د پیاوړي کولو داسې چاره رامنځته شي، چې د ترهګرو جرمي فعالیتونو ته پراخه پاملرنه وکړي او د هیوادونو ترمنځ د هغوی د تګ راتګ، سرباز ګیرۍ او د هغوی د تمویل د هغو سرچینو په اړه، چې ددوی جرمي او وژونکې بقا ته لار پرانیزي پام ونیسي.

له ترهګرۍ  سره مبارزه د امریکا له متحدو ایالتونو او ناټو شریکانو سره زموږ د ګډ کار بنسټ جوړوي، چې افغانستان هغه ته په بشپړ قوت سره ژمن دی. زه ټولو پوځیانو او د هغوی کورنیو، نه یوازې افغان ملي امنیتی او دفاعي ځواکونو بلکې، د مختلفو هیوادونو سرتېرو ته، چې زموږ له ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګېدلي او خپل سرونه یې قربان کړي همدردي وړاندې کوم. موږ افغانان به کله هم ستاسو قربانۍ هېرې نکړو او منندوی مو یو.

ښاغلی رئیس!

لکه څنګه، چې د عمومي غونډې له بحثونو څرګنده شوه، ترهګري او منازعه نړۍ ته د متوجه نننیو ګواښونو یوازنۍ بېلګې نه دي؛ بلکې د اقلیمي بدلونونو اغېزې او انساني بحران هم هغه لومړیتوبونه دي، چې افغانستان هره ورځ ترې متضررېږي. دغه ننګونې کولای شو یوازې د نړیوالو همکاریو د یوه نوي میزان او هستې په مرسته له منځه یوسو. که چېرې ددې ننګونو د له منځه وړلو غوښتونکي یو او هیله لرو چې د تل پاتې ودې اهداف تر لاسه کړو، باید له شخصي ګټو ور هاخوا  لیدلوری ولرو.

افغانستان ددې ژمنو په عملي کولو کې د ملي پراختیا د اجنډا له اصولو او د پایدارې ودې له موخو سره په تطابق کې پانګونه کړې ده. دا اهداف د افغانستان د سولې او انکشاف په ملي اډانه او د ملي لومړیتوبونو په پروګرامونو کې ځای لري.

له هغه ځایه، چې د افغانستان اقتصاد اوس هم اکثرا پر کرنه ولاړ دی، ځکه يې د اقلیمي بدلونونو له امله ډېر زیانونه زغملي. اوږده وچکالي زمونږ خلکو ته د ژوند او مرګ موضوع جوړه شوې ده. یو زیات شمېر خلکو مو خپل کورونه پرېښي دي او په شدیده بې وزلۍ کې ژوند کوي. دا هغه مسله ده، چې مونږ اوس هم ورته د اوږدمهاله حل لارې موندلو په لټه کې یو او په ورته وخت کې زیانمنو شویو کسانو ته بېړنۍ بشرپاله مرستې هم رسوو.

د تېرې اوونۍ په سرمشریزه کې د نړۍ مشرانو د اقلیمي بدلونونو په اړه پر داسې استعجالیت ټینګار وکړ، چې ددې خطر د زیانونو د کمولو لپاره نویو اقداماتو ته اړتیا پېښوي. موږ به دا مهم بحثونه د اقلیمي بدلون په راتلونکي کنفرانس کې، چې راتلونکی ډسمبر په چیلي هیواد کې جوړېږي دوام ورکړو.

ښاغلی رئیس،

غواړم خپلې خبرې د ملګرو ملتونو د تعهد په محور څرخیدونکي یوه پیغام باندې، چې راتلونکي ته ګوري راونغاړم. له کنډوالو د افغانستان د راوتلو سفر او دوامدار پرمختګ د ملګرو ملتونو او څو اړخیزو همکاریو د اهمیت شاهد دی.

افغانستان سږ کال د خپلې خپلواکۍ سلمه کلیزه ونمانځله. ددې پېړۍ په وروستیو دوو لسیزو کې تاسو له موږ سره مرسته وکړه، چې ولسواکۍ رامنځته کړو، چې اوس یې مونږ پر قوي بسټ په ډاډ سره ولاړ یو او د پر ځان بساینې، هوساینې او سولې پر لور حرکت کوو.

نوی افغانستان په سیمه کې د همکاریو، وصل او انکشاف په مرکز د اوښتو په حال کې دی. د استانبول پروسې په شمول، د آسیا زړه او د افغانستان په اړه د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس د افغانانو هغه نوښتونه دي، چې له وړاندې یې اقتصادي ګټې رامنځته کړي او د سوداګرۍ، د توکو تحرک، او په ټوله سویلي او منځنۍ آسیا کې يې د خلکو او فکرونو لپاره نوې پولې پرانېستې دي.

مونږ اوس ویلی شو، چې د افغانستان ولسواکي یو بریالی داستان و، چې نه یوازې په افغانانو، بلکې موږ او تاسو ټولو پورې تړاو لري.

ښاغلی رئیس،

هو! وخت زموږ د پرمختګ شاهد دی، خو وخت لاهم موږ ته درد راکوي. افغانان د خپل هر هېوادوال په مرګ ځورېږي، زمونږ لپاره هره هغه شېبه د غم ده، چې یو افغان خپل ژوند په کې له لاسه ورکوي.

زموږ ماموریت د داسې یوې سولې رامنځته کول دي، چې د ټولو افغانانو درد ته د پای ټکی کېږدي. یوازې په سوله کې هر افغان کولای شي د هغې ډیموکراسۍ آزادي او او فرصتونه تجربه کړي، چې  موږ یې د راوستو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي. هېڅ افغان تر هغې سوله ییز او ازاد ژوند نه شي لرلای، چې ټول افغانان دسولې شاهدان ونه اوسي. دا هغه ورځ ده، چې موږ ژوند او کار ورته کوو او پوهېږو، چې داسې یوې ورځې ته د خپلو نړیوالو دوستانو او همکارانو په مرسته رسېدلای شو.

دا هغه ورځ ده، چې مونږ یې یوازې هیله نه لرو، بلکې باور پې لرو.

مننه

د امریکا په اسیا ټولنه کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله وینا

ډېره مننه پروفیسور رابین، سفیر صاحب شارین. له آسیا ټولنې مننه کوم چې د دویم ځل لپاره مې نن کوربه توب کوي. ډېر خوشاله یم چې دلته بیا راغلی یم او په آسیا ټولنه کې د افغانستان له ملګرو او د افغانستان له شاګردانو سره خبرې کوم.

تېر ځل چې دلته راغلی وم او وینا مې وکړه، ځینې کارونه بیا وشول (خندا).

خو درته وبه وایم چې په تېر کال کې مې د ملي امنیت سلاکار په توګه په کومو موضوعګانو پام ورټول کړی و.

ما پدې فکر کاوه چې څنګه شخړه پای ته ورسوو او لومړی څنګه له خپلو شخصي تجربو کار واخلو او پوه شو چې څه پېښ شول. موږ څنګه پدې شخړه کې وده راوکړه او دا مسله څنګه تر دې ځایه راورسېده. او بیا دې موضوع ته د بسنټیز لیدلوري څخه وګورو چې د دې د پای ته رسولو لپاره څه کولای شو.

په افغانستان کې یوه شخړه ده او هغه د افغانستان شخړه خو دا شخړه ډېر بُعدونه او اړخونه لري. موږ داخلي بُعدونه لرو او د داخلي قدرت ځواکونه او ډاینامېکس. خلک د قدرت لپاره جګړه کوي او دا چې هېواد باید د دوی د خواهشاتو مطابق اداره شی. خو موږ تر ډېره ځايي شکایتونو او ګیلې هم لرو چې لږ تر لږه په وروستیو شلو (۲۰) کلونو کې رامنځته شوې دي. او موږ له تېرو څلوېښتو (۴۰) کلونو راهیسې د دې شخړې بېلابېلې نسخې لرلې دي. اقتصادي اړخ يې دی – د نشه يي توکو اقتصاد چې تاسو ډېری یې په اړه پوهېږئ، د دې شخړې په مرکز کې يې ځای لرلی دی. بل، نیابتي جګړې دي چې موږ يې ډېر مهال په اړه غږېدلي یو. هېوادونو شته چې افغانستان يې د خپلو موخو لپاره د یوه پلټفارم په توګه کارولی دی؛ یا په افغانستان کې جګړه تازه ساتي یا په افغانستان کې خپله جګړه پر مخ بیايي تر څو په خپلو وطنونو کې ترې خلاص وي. او دا نیابتي جګړې تر ټولو خطرناکې هغه دي.

په جګړې کې د مبارزې اړوند موږ کومه ستونزه نه لرو. افغانان د خپل ولس د دفاع لپاره چمتو دي. زه هر ورځ له خپلو امنیتي ځواکونو سره ګورم. زه له هغوی سره د جګړې په میدان کې ګورم. زه له دوی سره له ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ګورم. زه د دوی د کورنۍ له غړیو سره ګورم. دوی له خپل موقعیت او حالت څخه پښېمانه نه دي. هغه چې ډېر سخت ټپیان شوي هم دي، ما ته وايي چې کله روغ شو او په پښو د ودرېدو توان مو وموند، موږ بېرته سنګر ته ځو او له خپل وطنه به دفاع ته ادامه ورکوو. د دوی هدف ډېر واضح دی او دوی پوهېږي چې ولې هلته دي. او دا قربانۍ د هغه څه د ساتنې لپاره دي چې موږ یې د یوه ملت، یوه وطن او یوه فرهنګ په توګه لرو.

خو کله چې خبره سیاسي اړخ ته راځي، دلته مسله پېچلې کېږي. زه چې تېر ځل دلته وم، د ځینو هغو شیانو په اړه مې عکس العمل وښود چې دلته روان وو. او حقیقت دا دی چې زموږ ډېری مسلې بنسټي دي. مسله د بنسټونو دوام دی تر څو وکولای شي چې د اړتیا وړ حل لاره وړاندې کېږي، او هغه سوله ده.

سوله به راځي، خو دا د مذاکراتو پر لرې پراته مېز نه وي. سوله به راځي او ډېر کوچني قدمونه اخلي او موږ يې هره ورځ وینو. زه به یواځې زموږ د امنیتي ځواکونو یو څو بیلګې درته وړاندې کړم.

موږ یو تړلی پوځ وو او تر ډېره د امریکا په مالي مرسته او همدارنګه تخنیکي ملاتړ، سلامشور او نورو هغو وړتیاوو متکي وو چې دوی لرل. موږ نور دومره ډېره اړتیا نه ورته لرو. زموږ په ټولو امنیتي ځواکونو کې تر ټولو ډېر تړلی ځواک کومانډو او افغان ځانګړی ځواک وو او پولیس، چې په پولیسو کې هم ځانګړی ځواک شته (سي آر یو). موږ کمانډو لرو چې په اردو کې فعالیت کوي. کمانډو یواځې په یوه کال ۱۰۵۷عملیات کړي دي، خو پدوی کې يې یواځې څلور سلنه (۴٪) زموږ د نړیوالو شرکاوو په مرسته ترسره شوي دي. یواځې څلور سلنه. د پولیسو د ځانګړي ځواک، چې تر ډېره له برید وروسته د ساحې د پاکولو لپاره ځي، یواځې اته سلنه (۸٪) ملاتړ يې له بهر څخه شوی دی. دوی د ځینو تر ټولو سختو بریدونو مخه نیولې ده. ستاسو به پر تاج هوټل د بمبيي برید په زړه وي، د ساحې پاکولو ورځې ونیولې. خو له بده مرغه موږ په میاشت کې دغسې یوه برید سره مخ کېږو، او د پولیسو ځانګړی ځواک یا سي آر یو پخپل یواځې ځان ساحه په څو ساعتونو کې تصفیه کوي.  

رامنځته شوي بنسټونه خپله دنده په سمه توګه ترسره کوي تر څو ثبات راوړي، هېواد ته د تاوتریخوالي راوړل د هر چا لپاره ستونزمن کړي، او هغه ساحې تصفیه کړي چې د اورپکو او د هغه ترهګرو لخوا لاندې شوې دي چې غواړي تاسو (امریکا) او له افغانستانه بهر نورو ته زیان ورسوي. دا بنسټي ملاتړ او دا بنسټی پراختیا هم د افغانانو او هم زموږ د نړیوالو شرکاوو د ډېرو قربانیو په پایله کې لاسته راغلې ده، په ځانګړې توګه امریکا، چې له افغانانو وروسته یې ډېر تلفات ګاللي دي.

او موږ اوس پداسې حالت کې یو چې پخپل یواځې ځان دا ډول تصفیوي عملیات ترسره کړو، سیمې تصفیه کړو او ويې ساتو. او کله چې کومه مسله راپېښه شي، موږ ټول کارونه بېرته له سره ارزو او ګورو چې چېرته چارې سمې پرمخ تللې نه دي. نو همدا لامل دی چې موږ بیا د هغو خلکو په وړاندې شدید عکس العمل ښیو چې غواړي په افغانستان کې مؤقتي حکومت او سیسټمونه رامنځ ته کړي. زموږ ډېری شخړې تل د واک د ادامې پر سر دي. موږ بالاخره پر یوه نظام سلا شولو. ډموکراسي د افغانستان وه خو زموږ د نړیوالو شرکاوو په مرسته راوړل شوه. اوس ولسواکي په داسې پړاو کې ده چې موږ ورسره راحت یو او تعامل ورسره کولای شو.

دا چاره کار ورکوي. موږ د واک د ادامې او واک د لېږد لارې چارې لرو او موږ به همدې ته ادامه ورکوو. او موږ فکر کوو چې د سولې تر ټولو غوره پلان دا دی، داسې بنسټونه ولرو چې زموږ خلکو د قانون حاکمیت، حکومتولي او امنیت وړاندې کړلای شي او د دې وړتیا ولري چې د ترهګرو په وړاندې له افغانستانه او ټولو هغو څخه دفاع وکولای شي چې زموږ سره یې د دې نظام په جوړولو کې مرسته کړې ده. او دا هغه څه دي چې موږ په افغانستان کې وروسته له ټاکنو تمرکز ورباندې کوو.

کله چې نوی حکومت جوړ شو، سوله به يې لومړیتوب وي. خو د سولې مانا هغه څه نه ده چې هر کس یې په اړه ښايي فکر وکړي، دا د هغو طالبانو سره چې سیاسي جوړجاړی غواړي یو ساده مذاکرات نه دي، دا پدې مانا ده چې موږ خپل امنیتي ځواکونه پیاوړي کوو، هغه سیمې تصفیه کوو چې د سیمې او نړۍ د ترهګرو ډلو لخوا لاندې شوې دي، او موږ د یوه سیاسي لوبغاړي په توګه عمل کوو. موږ به سیمې تصفیه کوو او د هغو کسانو لپاره به فعالیت ستونزمن کوو چې په نړیواله کچه د نشه يي توکو کاروبار او نور جرمي فعالیتونه کوي.

موږ به په هغو برخو کې حکومتولي لاښه کړو چې د طالبانو لومو ته د خلکو د ورلوېدو لامل کېږي، که هغه د ظرفیت نشتون دی او که هغه په سیسټم کې د فساد شتون. موږ به دا ډول زښته ډېر فعالیتونه ترسره کوو.

سربېره پر دې، موږ له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره کار کوو چې په آسانی وکولای شي نوی افغانستان ومني او تعامل ورسره وکړي او له دوی سره کار وکړو چې دوی خپلو ناخوالو ته هم رسیدګي وکړي. ځکه دا شخړه، لکه څرنګه مې چې وړاندې وویل، هم داخلي او هم بهرني عنصرونه لري.

زما خبرې همدومره وې، ډېره مننه. ډېره مننه شارین.

Page 1 of 2