د هېواد ملي امنیت شورا د اساسي قانون د ۶۴مادې په اساس د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د وسلهوالو ځواکونو د اعلی قیادت نقش ته په پام جوړه شوې ده.
ملي امنیت شورا چې جمهوررئیس یې رهبري کوي، د ملي امنیت، ملي ګټو، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت په اړه د تصمیم نیولو تر ټولو لوړه او معتبره مرجع ده. د هېواد لوړ پوړي ملکي، نظامي او امنیتي مقامات په ملي امنیت شورا کې غړیتوب لري چې د قانون له احکامو سره سم خپلې دندې او مسوولیتونه ترسره کوي.
ملي امنیت شورا ټول هغه کورني او بهرني موضوعات چې د هېواد ملي امنیت او ملي ګټو ته ګواښ ګڼل کېږي، تعریف، تشخیص او ارزوي، او په اړه یې لازمې پرېکړې کوي.
ملي امنیت شورا معمولا اونۍ کې یو ځل د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهوررئیس په مشرۍ جوړیږي، چې په هغه کې د هېواد د مهمو امنیتي مسائلو د ارزونې تر څنګ د هېواد د ملي امنیت اړوند پالیسۍ، سټراټيژۍ، طرزالعملونه او نورې برنامې تصویبېږي. همدارنګه ملي امنیت شورا د هېواد امنیتي حالت ته په پام د اړتیا پر مهال په فوق العاده توګه هم جوړيږي.
د ملي امنیت شورا موخې یا خط مشي: